افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو  بشري مرستو کڅوړه را ورسېده

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۳
افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو  بشري مرستو کڅوړه را ورسېده ۱۴۴۴ د شعبان المعظم ۱۴ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ملاتړ کوي او دا بانک د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي. د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانک

۱۴۴۴ د شعبان المعظم ۱۴مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.

د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ملاتړ کوي او دا بانک د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته