د اعتباري اسانتیاوو د پروګرام پنځمه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسیده

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۴:۵۷
د اعتباري اسانتیاوو د پروګرام پنځمه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسیده

د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د افغانستان بانک لیږل شوي پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په ۲۷ او ۲۸ نېټو د عربي متحده اماراتو د دبی په ښاره کې ولیدل او له دوي سره یې د اعتباري اسانتیاوو د پروګرام (ECF) د پنځمې دورې د بشپړیدو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د اعتباري اسانتیاوو د پروګرام د پنځم پړاو د بشپړیدو د تائیدۍ ترڅنګ په اقتصادي بدلونونو، په ځانګړې توګه د لوی اقتصاد د ثبات د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره د مقداري موخو په تطبیقولو، د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د جوړښتیزو سمونونو د موخو په ارزولو او همدا ډول د خصوصي سکتور په پیاوړتیا او د لوی اقتصاد د شاخصونو او بدلونونو لکه، د انفلاسیون نرخ، د اداینو بیلانس، د هېواد د اقتصادي او اسعاري زېرمو د وضعیت په څېړلو باندې بحث وکړ او په بریالیتوب سره د اعتباري اسانتیاوو د پروګرام د پنځمې دورې د بشپړتیا په برخه کې یې د افغانستان د کړنو ستاینه وکړه . تمه کیږي چې د پیسو نړیوال صندوق د خپلې ارزونې راپور، د دې صندوق له اجرائیوي بورډ سره شریک کړي او شاوخوا ۶.۱ میلیونه امریکايي ډالره د هڅوونکو پیسو په توګه د افغانستان حکومت ته په مالي او قتصادي برخه کې د دولت د اقداماتو لپاره تادیه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې خبرو اترو کې د افغانستان بانک د پلاوي ترڅنګ، د مالیې وزارت پلاوی د دې وزارت د سرپرست ښاغلي پروفیسو همایون قیومي په مشرۍ او د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان د چارو مسؤول ښاغلي دینوالډ کرستوف له ورسره پلاوي سره هم ګډون کړی ؤ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته