د افغانستان بانک، سترې محکمې او حرکت موسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۶:۴
د افغانستان بانک، سترې محکمې او حرکت موسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۳ – د افغانستان بانک، سترې محکمې او حرکت موسسې ترمنځ قاضیانو ته د مالي او بانکي زده‌کړو د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي یادونه وکړه چې د دې پروګرام له پلي کېدو موخه د ښو خدمتونو وړاندې کول، قاضیانو او څارنوالانو ته د مالي او بانکي زده‌کړو ورکول، په دې برخه د خلکو د باور زیاتول او نور شامل دي.

ورپسې د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو رئیس ښاغلي عبدالله اعطایي خبرې وکړې او یاد هوکړه لیک یې د اړوندو ادارو ترمنځ د غوره همکاریو یوه بېلګه یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پروګرام په پلي کېدو سره به قاضیان او څارنوالان وکولای شي چې په سوداګریزو او بانکي مسایلو کې په ښه ډول د موضوعاتو تدقیق او ارزونه وکړای شي او دا چاره به په دې برخه کې لا روڼتیا رامنځته کړي.

د دې غونډې په ترڅ کې د حرکت موسسې اجرائیوي رئیس ښاغلي نجیب الله صمیم هم د یاد هوکړه لیک په اړه له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې د دې پروګرام له لارې به د هېواد په ۸ زونونو کې ۲۴۰ تنو قاضیانو او څارنوالانو ته د مالي او بانکي قوانینو او نورو اړوندو برخو په اړه زده‌کړې ورکړلې شي.

د نوموړي په خبره د دې پروګرام په پلي کېدو به کابو ۳۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راشي چې د حرکت موسسې له لوري به ورکول شي.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې د عدلي او قضایي ادارو، سوداګریزو بانکونو استازو او د یو شمېر نورو ادارو استازو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته