د افغانستان بانک؛ اتیا کلن شو!

د افغانستان بانک د پرانېستنې اتیایمه کلیزه دې ټولو هغو کارکوونکو ته چې د تیرو اتیا کلونو په اوږدو کې یې د هېواد د پولي او بانکي چارو د پراختیا او پرمختیا په موخه په دې بانک کې کار کړی دی، مبارک وي!
د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو ( د افغانستان بانک د پخوانیو رئیسانو او مرستیالانو، د عالي شورا د غړو، د شعبو د آمرینو، مرستیالانو او مدیرانو او همدا ډول د ټولو برحاله او تقاعد شویو کارکوونکو او کارګرانو) چې د اتیا کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي دي، له نه ستړي کېدونکو هڅو، غښتلې ارادې، رېښتینو کړنو او د پام لاسته راوړنو څخه مننه کوي.
د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی د افغانستان بانک ټولو برحاله کارکوونکو لپاره په نورو ورسپارل شویو چارو کې د لا زیاتو وړتیاوو او بریالیتوبونو غوښتنه کوي.