د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۶:۱
د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري او د بیو د ټیکاو ساتلو په موخه اړینې کړنې ترسره کوي. د دې کړنو په دوام، د زړو بانکنوټونو د بدلولو پروسه پیل شوې او په ټول هېواد کې دوام لري. د دې ترڅنګ، د افغانۍ دودولو پروسه هم پیل شوې او په تدریجي توګه به له پلان سره سم پلې شي.

د افغانستان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د هېواد د بازارونو او مالي ادارو افغانۍ او اسعاري اړتیاوې پوره کوي.

په همدې اساس، له دې لارې ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږی چې په کافي اندازه افغانۍ بانکنوټونه د افغانستان بانک په واک کې دي او د پخوا په څیر د هېواد د پولي شاخصونو په پام کې نیولو سره یې په خپرولو او توزیع کولو اقدام کېږي او په دې برخه کې باید هیڅ ډول اندېښنه نه وي.

سربېره پر دې، د هېواد له پولي بازارونو په منظمه توګه څارنه کېږي. که چېرې د ناسمې استفادې کړنې ولیدل شي، له سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته