د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو د بهیر څرنګوالی

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۰:۳۵
د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو د بهیر څرنګوالی

د افغانستان بانک اسعاري زیرمو د ۲۰۰۴ زیږدیز کال راپدېخوا لوړېدونکی بهیر درلودلی دی. په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک ټولیزه اسعاري زیرمې ۱.۲۷ میلیارده امریکايي ډالره اټکل شوی ؤ چې د دې مبلغ ۳۰۶ میلیونه خالصه سرو زرو جوړاوه.

دم ګړی د افغانستان بانک ټولیزه اسعاري زیرمې شاوخوا ۸.۵۶ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېږي چې دا مبلغ د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.

اوس مهال د افغانستان بانک د اسعاري زیرمو پورتوفولیو د رمپ په پروژه کې ۲۲.۳۷ سلنه، بی آی اس ۴.۴۳ سلنه، د موده ایزو امانتونو ۴۵.۴۴ سلنه او د پورتوفولیو انډیکس ۰.۶۱ سلنې پانګې اچونې جوړوي چې د دې ترڅنګ له هېواد څخه بهر په بانکي حسابونو کې ۵.۱۰ سلنه، په خزانه کې ۴.۶ سلنه او د خالصه سرو زرو ارزښت ۱۲.۳۲ سلنه دي چې په نړیوال بازار کې د سرو زرو د هر اونس بیه شاوخوا ۱۵۰۲ امریکايي ډالره اټکل شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ریزرف په برخه کې د شته ظرفیتونو په کارولو سره د بازار د عملیاتو آمریت توانیدلی دی چې په نړیوال بازار کې له شته فرصتونو څخه په داسې بڼه ګټه پورته کړي چې له یوې خوا د شتمنیو او پانګو اچونو خوندیتوب تضمین شي او له بلې خوا د افغانستان بانک د پانګه اچونو له لارې لا زیاته ګټه او عواید ترلاسه کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1447 محرم‌ الحرام 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1447 کال د محرم‌ الحرام د میاشتې په 6 نېټه (1404/04/11) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ پلاوی مراکش ته په سفر روان شو

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – د افغانستان بانک سرپرست رئیس، ښاغلی نور احمد آغا، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مراکش هېواد ته په سفر روان شو، څو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په کلنۍ. . .

بېرته خبرونه ته