د افغانستان بانک سرپرست د ولایتي سفرونو په لړ کې له لویدیځ زون څخه لیدنه او څارنه وکړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۱:۲۲
د افغانستان بانک سرپرست د ولایتي سفرونو په لړ کې له لویدیځ زون څخه لیدنه او څارنه وکړه

۱۴۰۰ کب ۲۹- د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس پر مشرۍ یو پلاوی چې د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلی صدیق الله خالد یې هم ملتیا کوي د سمونونو رامنځته کولو، چارو د تنظیم، په کړنو کې د همغږۍ، اغېزناک مدیریت، د افغانستان بانک بنسټیزو موخو ته د رسېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک لویدیځ زون ته لاړ او د دې زون له نمایندګیو یې له نږدې لیدنه او څارنه وکړه.

د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه تر لیدنې وروسته په لویدیځ زون کې د ټولو نمایندګیو د استازو په ګډون د چارو د لا همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه. د دې غونډې په اوږدو کې هر اړخیز بحثونه تر سره شول او د ستونزو د حل په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادريس اړوندو څانګو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست د لویدیځ زون له کارکوونکو څخه و غوښتل چې د چارو د لا همغږۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې په پوره مسئولیت، اخلاص او صداقت سره چارې تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د هیواد په ټولو برخو کې اړینې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي، څو له دې لارې د درنو هیوادوالو لپاره غوره خدمتونه برابر شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته