د افغانستان بانک په مشرۍ د سارک فایننس ریاست په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۱۱
د افغانستان بانک په مشرۍ د سارک فایننس ریاست په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

د افغانستان بانک په ریاست د سارک فایننس څلور غونډې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

د سارک فایننس شبکه چې د سارک سازمان غړو هېوادونو له لوري په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې رامنځته شوې ده، د دي شبکي د ریاست چارې په ۲۰۱۸ زېږديز کال د افغانستان بانک ته سپارل شوې وې او په بریالۍ توګه یې چارې بشپړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک وکولای شول چې د سارک سازمان له غړو هېوادونو سره د دې هېوادونو د مالي څارنې د همغږۍ، د مالي ګډون د ډېرښت، د بنسټونو د ملاتړ او د حوالو د یو منظم سیستم د رامنځته کولو په اړه څېړنې وکړي او دا بانک و توانېد چې د خپلو کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د سارک سازمان غړو هېوادونو مرستې هم ترلاسه کړي.

باید وویل شي چې د سارک فایننس شبکې د ریاست په مهال د افغانستان بانک په دې هم وتوانېد چې د سارک سازمان غړو هېوادونو د اقتصادي راپورنو د راټولولو لپاره یو ګډ ډېټابېس رامنځته کړي چې له دې لارې به د یادو هېوادونو د اقتصادي چارو راپورنه خپرېږي.

یاده دې وي چې د افغانستان بانک په مشرۍ د دې شبکې وروستی سیمینار په اسلام آباد کې جوړ شوی ؤ چې د روانې زیږدېزې میاشتې له ۱۸ – ۲۰ مې نېټې یې دوام وکړ او د یاد سازمان د غړو هېوادونو د اقتصادي فعالیتونو په اړه په کې بحث وشو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته