د افغانستان د مسلک اصل او د مسلکي کدرونو ساتنې ته ژمن دی

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۱۶:۱۵
د افغانستان د مسلک اصل او د مسلکي کدرونو ساتنې ته ژمن دی

لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، تېرو ستونزو ته په پام سره او همدارنګه د وروستیو تحولاتو له امله د افغانستان بانک یو شمېر بستونه تش شوي وو.

د افغانستان بانک په چارو کې د ځنډ له راتګ څخه د مخنیوي، د چارو د چټکتیا او اسانتیا په موخه، د قانونیت اصل او هغې ژمنې په پام کې نیولو سره چې د کاري کیفیت د ساتلو او خپلو خدمتونو پر وړاندې یې لري، په شرایطو برابرو غوښتونکو د کره نوملړ له ترتیبولو وروسته د نویو ټاکل کېدونکو کارکوونکو څخه د ازموینې اخیستلو او استخدام پروسه پیل کړه چې په پای کې یې زیات شمېر یاد بستونه د ازادې سیالۍ له لارې بشپړ, وړ او د لوړو زده کړو، کاري تجربې او مسلکي مهارتونو لرونکي اشخاص په دندو وګمارل شول.

په همدې اساس، د افغانستان بانک او په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ، خدمتونو او اداري برخو زیات شمېر تش بستونه ډک شوي او د دندو او په چارو کې د خنډ او ځنډ څخه د شته شرایطو او امکاناتو سره سم مخنیوی شوی او همدا ډول درنو هېوادوالو ته د خدمت کولو په موخه د چارو د لا پیاوړتیا او ښه والي لپاره هڅه شوې ده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته