د امریکایي ډالرو د منلو په اړه د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۷ - ۱۶:۲۸
د امریکایي ډالرو د منلو په اړه د افغانستان بانک خبرتیا

د امریکایي ډالرو د منلو په اړه د افغانستان بانک د هغه لارښوونې په تعقیب چې د ۰۴/۰۹/۱۴۰۰ نېټه د (۳۹۶۴) ګڼې مکتوب له لارې خپره شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي کمیسیون د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان په ۱۳ نېټه چې د  ۲۵/۱۲/۱۴۰۰ لمریز کال سره برابره ده، د (۱۲) شمېرې مصوبې پر بنسټ داسې لیکو چې د مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه هغه ډالري بانکنوټونه چې د لاندې ځانګړتیاوو لرونکي وي، د افغانستان بانک د منلو وړ نه دي.

۱ - هغه ډالر چې د ۱۹۹۶ لمریز کال څخه وړاندې چاپ شوي وي.

۲ - هغه ډالر چې څیري او سکاشټیپ شوي وي.

۳ - هغه ډالر چې د بې احتیاطی له کبله یې بڼه بدله شوې وي او قات قات شوي وي.

۴ - هغه ډالر چې سوځېدلي وي او یا یې د سوځیدنې له کبله رنګ ژیړ شوی وي.

۵ - هغه ډالر چې رنګ پرې پاشل شوی وي.

۶ - هغه ډالر چې امنیتي نښان یې له منځه تللی وي او د حساب او چک کولو پر مهال د شمېرنې ماشینونه پرې آوازونه کوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکایي ډالرو نور بانکنوټونه او له ۱۹۹۶ کال را هیسې چاپ شوي بانکنوټونه چې زاړه له کاره لویدلي نه وي او د پورته ځانګړتیاوو لرونکي نه وي په ټولو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو کې د منلو وړ دي.

نو پر همدې بنسټ بانکونه، صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي اړ دي چې په خپلو پولي راکړو او ورکړو کې هغه وکاروي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته