د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۵:۵
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د ندې عنوان: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ اداری او مالي آمر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د اجرااتو د ښه والي، د اغېزناکتیا او ګټورتیا د زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو د ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه تر کنټرول لاندې کارکوونکو د کړنو مدیریت، رهبري، څارل، کنترول او ارزول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له ستراتیژۍ سره د مناسبو اړیکو د رامنځته کولو له لارې د چارو، اداري اصلاحاتو او نوښتونو د ښه مدیریت لپاره د لیدلوري او ستراتیژیک چوکاټ په اړه رئیس ته د مشورو وړاندې کول؛

له کاري پلان سره سم د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د قوانینو، مقررو، تګلارو او کړنلارو په رڼا کې د کنترول لاندې سرچینو، کړنو او اجرااتو مدیریت کول؛

د کارکوونکو د کړنو له امله د تېروتنو د پېژندلو پر مهال د هغه د حل لپاره پر وخت اقدام کول او د اړوندو ستونزو د حل په برخه کې له نورو شعبو سره همکاري کول؛

انسټیټیوټ ته د ارزښت زیاتول د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو، همغږۍ، اسانتیاوو، تطبیق او د بودیجې، پلان، کنټرول او راپور ورکولو پروسو د اجرا او مدیریت له لارې، د انستیتیوت له رئیس سره په سلا مشوره کې ډاډ ترلاسه کول؛

د انسټیټیوټ د واک لرونکي رییس په مشوره د معیاري خدمتونو له وړاندې کولو، همغږۍ، آسانتیاوو او د بودجوي، پلاني، کنټرول او راپور ورکولو د پروسو له اجراء او مدیریت څخه په ډاډ ترلاسه کولو سره د  انسټیټیوټ د ارزښت زیاتول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د پروګرامونو او اړیکو آمریت د پالیسيو، مقرراتو، لوایحو، کړنلارو، معیاري فورمو او د لنډمهالو او ستراتیژیکو پلانونو د پراختیا مدیریت؛

د بشری سرچینو د پالیسیو او کاري کړنلارو او د بشری سرچینو د مدیریتي سیستم له لارې په اغېزناکه ډول د اداري او عملیاتي چارو له اجرا ء کولو څخه ډاډ ترلاسه کول او د هغه څارل او کنټرول؛

له اړوندو قوانینو، مقرراتو، لوایحو، کړنلارو او پالیسیو سره د چارو له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه کول او د اداري او عملیاتي چارو د ترسره کولو پر مهال یې رعایت کول؛

د ګمارنې د رڼو او رقابتي پروسو او په شرایطو برابرو اشخاصو د ټاکلو له مدیریت څخه ډاډ ترلاسه کول او د نوماندانو د وړتیاوو په اړه مدیریتي غړو ته د مشورو ورکول؛

د کاري اغیزناکتیا د لوړولو لپاره د اداري پروسیجرونو ترتیبول؛

پر وخت د اړینو تجهیزاتو او وسایلو له برابرولو او تدارک څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د درسي ټولګیو او نورو ښوونیزو کړنو لپاره د امکاناتو برابرول؛

د انسټیټیوټ د کارکوونکو لپاره د انټرنېټي، ترمیماتي او ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرول؛

د انسټیټیوټ د شتمنیو د اغېزناکه کارولو او مناسبې ساتنې له بهیر څخه څارنه؛

په اغېزناکه او ګټوره توګه پر خپل وخت د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د اداري لیکنو (مکتوبونو، وړانديزونه، پوښتنپاڼو، رسمي برېښنالیکونو) کتل، د لارښوونې صادرول او د هغه له طی مراحلو څخه د ډاډ ترلاسه کول.

د اړوندو کارونو د ترسره کولو په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو لپاره له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول؛

د کارکوونکو په ګمارلو کې له اصولو سره سم د کړنو ترسره کول؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د بشري سرچینو د چارو په برېښنايي کولو کې فعاله ونډه اخیستل؛

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د کارکوونکو د حاضرۍ، رخصتیو او معاشانو د پروسې څارل؛

د نورو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو له مخې او د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې ورسپارل کېږي؛

د کارکوونکو په جذب، روزنه او ارزښت موندنه کې له اساسنامې او داخلي اجراء سره سم د کړنو ترسره کول؛

د ښوونیزو پروګرامونو د اغېزناکه پلی کېدو لپاره له ښوونیزو برخو سره نږدې همکاري.

د زده کړې کچه:

په مدیریت، بشري سرچینو، اداره او سوداګری، حقوقو یا عامه ادارې کې د لیسانس سند درلودل او په یادو برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي

تجربه:

د دندې اړوند (5) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره پېژندنه، د مدیریتي مهارتونو لرل، له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د دندې د مسئولیت درک کول او د کاري ساحې د ستونزو پېژندنه، له عملیاتي چارو سره بلدتیا او د دندې د محرمیت ساتل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

نکات:

په شرایطو برابر مینه وال کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.afبرېښنالیک ته راواستوي.

د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies