د مالي خدمتونو د پراختیا د همغږۍ شورا په د افغانستان بانک کې غونډه جوړه کړه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۱
د مالي خدمتونو د پراختیا د همغږۍ شورا په د افغانستان بانک کې غونډه جوړه کړه

کابل، ۱۳۹۸ د مرغومې ۱۲مه ـ د مالي خدمتونو د پراختیا د همغږۍ د شورا لومړنۍ غونډه د افغانستان بانک د سرپرست او لړمړي مرسیتال ښاغلي واحد الله نوشېر په مشرۍ او د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مرسیتالانو، د بانکونو د ټولنې د اجرائیوي رئیس او د مسفاء مؤسسې د رئیس په ګډون سره د افغانستان بانک د ریاست د عالي مقام د غونډو په دفتر کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرسیتال ښاغلي واحد الله نوشېر وویل چې د افغانستان بانک مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د کچې د لوړولو په موخه د ذیدخلو دولتي ادارو او خصوصي سکتور په مشورې سره د مالي خدمتونو د پراختیا لومړنۍ ملي ستراتیژي جوړه کړه او د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل څخه به د یادې ستراتیژۍ د تطبیق پړاو په رسمي توګه پیل او د پنځو کلونو لپاره به دوام ومومي.

ورپسې د افغانستان بانک د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمر ښاغلي میر احمد شکیب د یادې ستراتیژۍ د لید لوري، تعریف، موخو، د پالیسۍ د لومړیتوب لرونکو ساحو او د همغږۍ د جوړښت په اړه د همغږۍ د شورا غړو ته هر اړخیزه معلومات وړاندې کړل او د همغږۍ د پیاوړتیا په رول او په بریالیتوب سره د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ په تطبیق کې د ذیدخلو ادارو په ګډو هڅو یې ټینګار وکړ.

د غونډې په دې برخه کې د مالي خدمتونو د پراختیا د همغږۍ د شورا غړو هر یو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا مرستیال ښاغلي ظهورالدین شیرزاده، د مسفاء ادارې رئیس ښاغلي بهرام برزین او د بانکونو د ټولنې اجرائیوي رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په بریالیتوب سره د یادې ستراتیژۍ د تطبیق د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او په شپږو راتلونکو میاشتو کې یې د دریو ځانګړو لومړیتوبونو په تعقیبونه باندې یې پریکړه وکړله.

د یادونې وړ ده چې د مالي خدمتونو د پراختیا د همغږۍ شورا په بنسټیزه توګه د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ د تطبیق لپاره د پالیسۍ او ستراتیژۍ د کُلي استقامت د ټاکنې، د دولت په کچه د یادې ستراتیژۍ له تطبیق څخه د ملاتړ، د یادې ستراتیژۍ په تطبیق کې د ذیدخلو ادارو د همغږۍ او ګډو هڅو په تأمینولو کې د همکارۍ، د مالي خدمتونو د پراختیا د مالي ستراتیژۍ د لید لوري او موخو د ترلاسه کولو په موخه د پالیسۍ د بنسټیزو او لازمه سمونونو تر لاس لاندې نیولو په برخه کې د لارښوونو او د ذیدخلو ادارو په کاري ستراتیژیو او پلانونو کې د مالي خدمتونو د پراختیا د ملي ستراتیژۍ د لومړیتوبونو د یوځای کولو د ملاتړ په موخه جوړه او فعالیت کوي.    

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته