د نغدو ډالري مرستو بله کڅوړه کابل ته را ورسېده

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۶:۷
د نغدو ډالري مرستو بله کڅوړه کابل ته را ورسېده

۱۴۰۰ د سلواغې ۲۴مه - افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو  بشري مرستو کڅوړهکابل ته را ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.

افغانستان ته د دې مرستو له پیل تر دې مهاله د نغدو بشري مرستو ۱۳ کڅوړې چې مجموعاً ۳۴۵ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي د افغانستان نړیوال بانک ته رسېدلي دي.

د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هېوادونو د مننې ترڅنګ غواړي چې له افغانستان سره د بانکې اړيکو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي، څو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل رامنځته شي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته