د کابل د شهزاده سرای به د ۱۴۰۰ کال د وږي ۱۳ نېټه د شنبې په ورځ پرانیستل شي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۱ - ۱۲:۴۱
د کابل د شهزاده سرای به د ۱۴۰۰ کال د وږي ۱۳ نېټه د شنبې په ورځ پرانیستل شي

د افغانستان بانک رهبري پلاوي د اسعارو د راکړې او ورکړې او مبادلې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د صرافانو له رهبرۍ او غړو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل د شهزاده سرای به د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۱۳ نېټه د شنبې پر ورځ پرانیستل شي.

ګران هېوادوال کولای شي چې د تېر په شان د خپلو پولي معاملو د مبادلې لپاره یاد بازار ته مراجعه وکړي او دا چارې به په عادي ډول روانې وي.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په بېلا بېلو مالي او بانکي برخو کې د خلکو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته