د افغانستان بانک او مسفا ادارې تر منځ د همکاریو په اړه  غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۳:۴۹
د افغانستان بانک او مسفا ادارې تر منځ د همکاریو په اړه  غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ جمادی الاول ۲ مه – د افغانستان بانک او د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانګونو د ملاتړ مرکز (مسفا) ترمنځ د همکاریو ګډه غونډه جوړه شوه چې په یاده غونډه کې خلکو ته د پورونو ورکولو، مالي آسانتیاوو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې او د دې سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ په هکله نظریات شریک شول.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د دې ادارې له استازو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېوادوالو لپاره په مالي او بانکي برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د هېواد په اقتصاد کې د کوچنیو پورونو مؤسساتو رول د ارزښت وړ یاد کړ او په خپل نوبت یې له دې ډول مؤسساتو سره د افغانستان بانک د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مسفا ادارې استازو د افغانستان بانک سره په همغږۍخلکو ته د پورونو ورکولو او نورو مالي آسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته