د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د صرافانو ټولنې له استازو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۳۹
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د صرافانو ټولنې له استازو سره ولیدل

د ۱۴۴۶ د شوال المکرم ۲۵ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په خپل کاري دفتر کې د صرافانو ټولنې له رئیس ښاغلي  بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره ولیدل.

د غونډې په پيل کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو ستونزې واوریدل شوې. د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو په غیربانکي سکتور کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ستونزو ته د افغانستان بانک د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې رسیدنه وکړي. همداراز ښاغلي نور احمد آغا هېوادوالو ته د معیاري او خوندي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له صرافانو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان بانک د مقرراتو په رڼا کې  او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو او په هېواد کې د پيسو وینځلو او د اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه یې کاري چوکاټ رامنځته کړی دی چې تر دې دمه په مؤثره توګه پلی شوی دی.

ښاغلي نور احمد آغا وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د صرافانو د ستونزو د آوریدو ترڅنګ د اسعارو په مقابل کې د افغانۍ د ثبات او اړوندو مسائلو په اړه خبرې اترې هم وشوې او د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د لارښوونو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د افغانستان بانک سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته