د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۵۱
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د قانون رعایتولو ارشد مدیر

آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت

گرېډ: نهم (۹)

د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴

د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸

د اعلان ډول: داخلي او بهرنی

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د اړوندو کارکوونکو د چارو مدیریت، رهبري، څارنه، کنټرول او ارزونه؛ د چارو د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول؛

• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، لایحو او د شفاف او حساب ورکوونکو معیاري سیستمونو په طرحه، ترتیب او پراختیا کې همکاري او د ستراتیژیکو او کاري پلانونو تطبیق او د هغو له څرنګوالي څخه څارنه ترسره کول؛

• د پېرېدونکو د معاملو د اجراء په بهیر کې د آمریت د کړنلارې او د بندیزونو د ملي او نړیوالو لېستونو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د اړوندو معاملو په اړه د ځوابیه مکتوبونو له صحت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

•  د افغانستان بانک د معاملو د بندیزونو له ملي او نړیوالو لېستونو، د ریسک ادارې او قانون رعایتولو له پالیسیو او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مبارزې د قانون، مقرراتو او اړوندو لارښوونو سره له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• په ورځني ډول او تر ټولو نږدې ممکن وخت کې د پېرېدونکو معاملو د طی مراحلو د بهیر مدیریت کول؛

• د پېرېدونکو د معاملو لومړنی تحلیل او ارزونه او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مبارزې قانون، مقرراتو او لارښوونو سره د دې معاملو له مطابقت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د معاملو د اسنادو او معلوماتو له بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کول او د نړیوالو صادره او وارده پولي لېږدونو، د مرکز، زونونو او ولایتي مستوفیتونو د چکونو، د اسعارو لیلام د ګډونوالو، تدارکاتي پروژو، اعتبار لیکونو، بانکي تضمینونو او د افغانستان بانک له لورې د صادر شوو جوازونو په اړه د اړوندو بندیزونو د لیستونو تطبیقول؛

• په سوداګریزو بانکونو کې د اړوندو معاملو د اجراء د څرنګوالي په اړه له اړوندو آمریتونو سره همغږي او همکاري کول، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې د رژیم د پیاوړتیا لپاره د شکمنو معاملو ترلاسه کول او راپور ورکول؛

• د پیسو وینځلو او ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان بانک د ریسک ادارې په برخه کې د افغانستان بانک د کړنو او اقداماتو د صحت او اغېزناکتیا په اړه د نړیوالو ادارو د سپارښتنو او عملیاتي پلانونو پلي کول؛

• د شکمنو معاملو د لومړني تحلیل ترسره کول او د مالي معاملو او راپورنونو د تحلیل مرکز ته د دې ډول معاملو د لېږلو لپاره آمریت ته د هر اړخیز راپور وړاندې کول؛

 • د قانون رعایتولو د پالیسیو، کړنلارو او میتودولوژیو بیاکتنه، زیاتونه او تعدیل او له تر کنټرول لاندې مدیرانو سره همکاري او همغږي کول؛

• د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مبارزې قانون، مقرراتو او اړوندو لارښوونو په رڼا کې د پېرېدونکو د معاملو د اړینو اسنادو او معلوماتو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د آمریت په اړوندو راپورونو کې د ارقامو او معلوماتو له صحت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د معاملو د طی مراحلو، د پېرېدونکو په اړه د ځانګړو پلټنو او د اړوندو بندیزونو د لیستونو د تطبیق په اړه د اړینو اسنادو د ترلاسه کولو په موخه له سوداګریزو بانکونو، د افغانستان بانک له اړوندو آمریتونو او زونونو سره د اړیکو مدیریت او تنظیمول؛ 

• پېرېدونکو ته د نافذه قانون، مقرراتو او د صادر شوو لارښوونو د احکامو په رڼا کې رسېدنه او ځواب ورکول؛

• په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول او د اړوندو آمریتونو او هغو نورو ادارو لپاره چې د افغانستان بانک پېرېدونکي ګڼل کیږي، د روزنیزو، عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول؛

• په ځانګړو ډیټابیسونو کې د درج شوو اړوندو معاملو د معلوماتو له صحت څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د شکمنو پېرېدونکو له پېژندنې او پر وخت د اړینو اقداماتو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د هغو پېرېدونکو پېژندل او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ښایي د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د لوړ ریسک په کچه کې وي؛ د اړتیا په صورت کې، د اړوندو مراجعو له لوري د پېرېدونکي د شدیدې پېژندنې په اړه د اړینو تدابیرو او اقداماتو ترسره کول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول، د راپورونو یوځای کول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د هغې وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.Top of Form

د زده کړې درجه:

• لږ تر لږه د اقتصاد، حقوقو، مدیریت، مالي او بانکي او اداره او سوداګرۍ په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 تجربه:

• د دندې اړوند څلور (۴) کاله کاري تجربه درلودل.

مهارتونه او وړتیاوې:

• په رسمي ژبو او انګلیسي ژبه کې د لوړ مهارت درلودل؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو، مقرراتو سره بلدتیا؛

• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل؛

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛

• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies