د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز
د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز (د مالي استخباراتو واحد) د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د تر لاسه شوو عوایدو د مخنیوي قانون پر بنست د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د اړوندو کړنو لپاره د هېواد د بانکي او مالي سیستم د ناسمې کارونې د مخنیوي په موخه په 2006 زیږدیز کال کې جوړ شوی دی.
د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د مخنیوي قانون پر بنسټ، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز په خپلو کړنو، دندو او پرېکړو کې یوه خپلواکه او همدا ډول د قانون له حکمونو سره سم د پیسو وینځلو، اصلي جرمونو او د ترهګرۍ د تمویل اړوندو شکمنو معاملو د راپورونو او نورو معلوماتو د ترلاسه کولو، شنلو او خپرولو په برخه کې له بشپړ واک څخه برخمنه اداره ده.
موخه:
د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ماموریت د هغو اشخاصو مخنیوی دی چې د افغانستان له مالي موسسو څخه ناوړه ګټه اخلي، د غیر قانوني کړنو په پایله کې پیسې ترلاسه کوي او یا له ذکر شوو موسسو څخه د ترهګریزو کړنو او نورو جرمونو د ملاتړ لپاره ګټه پورته کوي. د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د مالي چارو له څاروونکو، د قانون پلي کوونکو ادارو او څارنوالۍ سره یو ځای په افغانستان کې د یو داسې چاپېریال په رامنځته کولو او ساتلو کار کوي چې موخه یې د پیسو وینځل او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزه او د یادو کړنو پېژندل او همدا ډول د یو ملي ارزښت ترڅنګ د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په نړیوال رژیم کې د هېواد د ونډې اخیستنې ژمنتیا ګڼل کېږي. دې ژمنو ته پر وخت رسېدنې له افغانستان سره د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کړې او دې کار له بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې د پام وړ اغېز درلودلی دی.
دندې:
د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز بنسټېزې دندې د مالي استخباراتو د معلوماتو ترلاسه کول، شنل او لویې څارنوالۍ، د قانون پلي کوونکو ادارو، نورو اړوندو دولتي ادارو او نړیوالو سیالو ادارو ته د هغه خپرول رانغاړي؛ ترڅو د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري ترسره شي.
همدا ډول، د ستراتیژیکو معلوماتو لکه شمېرو، پروسو او په افغانستان کې د پیسو وینځلو او ترهرګرۍ د تمویل د بهیر په اړه د مالي موسسې، نړیوالو سیالو ادارو او دولتي چارواکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د موردي قضیو د وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې ترلاسه شوي معلومات د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي له قانون سره سم تجزیه، تحلیل او خپاره کړي.
دا مرکز خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له بیلابیلو سرچینو څخه خپل د اړتیا وړ معلومات راټول او تحلیلوي. یادې سرچینې د هغو ادارو معلومات رانغاړي چې د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ته د شکمنو او سترو معاملو د راپورونو د وړاندې کولو لپاره قانوني ژمنتیاوې لري. که چېرې شنل شوي معلومات د هېواد له مالي سیستم څخه د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل په اړه د هېواد د مالي ادارو ناسمه کارونه په ګوته کړي، دا مرکز له تنفیذي ادارو او لویې څارنوالۍ سره له نږدې کار او د هغو ادارو د اړتیا وړ قضیو د پلټنې په برخه کې ملاتړ کوي.
د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د راپور ورکوونکو او قانون پلي کوونکو ادارو تر منځ د یو خپلواک منځګړي په توګه خپل مهم رول په ښه ډول ترسره کړی او د ترلاسه شویو سرچینو د ساتنې او معلوماتو د محرمیت لپاره قانوني ژمنو ته پابند دی او همدا ډول ترلاسه شوو معلوماتو ته د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون د درج شوو حکمونو په پام کې نیولو سره رسېدنه کوي.
په همدې ترتیب، د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون له درج شوو حکمونو سره سم د خپلو تحلیلي او څېړنیزو او د سیالیو استخباراتي ادارو د تحلیلي او څېړنیزو قضیو په برخه کې د نړیوالو مرستو ملاتړ کوي. دا مرکز نړیوالې همکارۍ د دوه اړخیزو هوکړه لیکونو او یا استخباراتي واحدونو لپاره د اګمانټ ارتباطي دهلیز له لارې ترسره کیږي.
په ټولیزه توګه د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز ۶۸ کارکوونکي لري او د لوی آمر، دوو مرستیالانو او برخو د مدیرانو لخوا د ادارې چارې پر مخ وړل کېږي چې په لاندې ډول دي:
- د شننې ارشد مدیریت؛
- د قانون د پیروۍ او پلي کېدو ارشد مدیریت؛
- د سیمه ایزو عملیاتو او د غیر بانکي مالي موسسو ارشد مدیریت؛
- د نړیوالې همکاریو ارشد مدیریت؛
- د ملي همکارۍ او همغږۍ ارشد مدیریت؛
- د معلوماتي ټکنالوژۍ ارشد مدیریت.