د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټیټیوت مسئول د ۲۰۱۹  کال د لومړۍ ربعې د کړنو راپور وړاندې کړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۵:۱۰
د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټیټیوت مسئول د ۲۰۱۹  کال د لومړۍ ربعې د کړنو راپور وړاندې کړ

د ۱۳۹۸ کال د وری ۱۲ مه - د AIBFد مدیره پلاوي غونډه، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او د AIBF مدیره پلاوي مشر ښاغلي واحدالله نوشیر تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په غونډه کې  د AIBF مشر ښاغلي لطف الحق پسرلي د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ ربعې د کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ چې د مدیره پلاوي د قناعت وړ وو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د راپور له آوریدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ او مالي انیسټيټیوټ مسئول ته د یاد انیسټیټیوټ د کړنو د ګړندیوالي او همداراز د کیفیت د لوړوالي په اړه لازمې لارښونې وکړي او زیاته کړه چې د مدیره پلاوي غړي به هڅه وکړي، نورې ادارې هم لیواله کړي چې یاد انېسټیټیوټ ته په مالي او بانکدارۍ برخو کې د وړتیا لوړونې په موخه  خپل کارکوونکي وپيژني.

 د افغانستان بانک هڅه کوي چې د نورو اصلي موخو ترڅنګ د یوه ټینګ، عصري او سالم مالي سیستم جوړول، د سیالیت تأمینول، د اقتصادي ودې اسانتیا او دیوه خوندي او اغیزناکه مالي سیستم جوړول لپاره لارې چارې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د مدیره پلاوي د مشر او د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربېره، ښاغلي بهرام برزین، ښاغلي سالم امید او د بانکدارۍ او مالي انیسټیټوت یا AIBF مسئول ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته