بانکي خدمتونو ته د معلولینو د لاسرسي په اړه غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۴
بانکي خدمتونو ته د معلولینو د لاسرسي په اړه غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په ګډون غونډه جوړه شوه او په هغې کې بانکونو ته د معلولینو د لاسرسي او په دې برخه کې هغوی ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر بانکونو ته د معلولینو د لاسرسي د څرنګوالي او په دې برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کېدو په اړه د افغانستان بانک، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت، بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د سوداګریزو بانکونو د استازي په ګډون د یو کمیسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کمېسیون به په دې اړه خپل وروستي معلومات په راتلونکې غونډه کې له ګډ‌ونوالو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، سوداګرۍ او صنعت وزارت، د سوداګرۍد نړیوالېخونې او سوداګریزو بانکونو استازو  هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته