د افغانستان بانک د اتیایمې کلیزې په مناسبت هڅوونکې لیدنه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۱۴:۵۲
د افغانستان بانک د اتیایمې کلیزې په مناسبت هڅوونکې لیدنه کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۸ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د افغانستان بانک له یو شمېر  معیوبو او معلولو کارکوونکو سره د دې بانک د اتیایمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت تشویقي او هڅوونکې لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د دې بانک له معیوبو او معلولو کارکوونکو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د افغانستان بانک په اډانه کې یې د دوی چارې وستایلې. ورپسې د افغانستان بانک یو شمېر معیوبو او

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۸ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د افغانستان بانک له یو شمېر  معیوبو او معلولو کارکوونکو سره د دې بانک د اتیایمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت تشویقي او هڅوونکې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د دې بانک له معیوبو او معلولو کارکوونکو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د افغانستان بانک په اډانه کې یې د دوی چارې وستایلې.

ورپسې د افغانستان بانک یو شمېر معیوبو او معلولو کارکوونکو د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال له دغو نیکو احساساتو او انساني عاطفې مننه وکړه او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې.

ښاغلي نوشېر له یادو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په لیکلې بڼه ورسره شریکې کړي، چې له مخې یې په ښه ډول د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک مشرتابه هڅه کوي چې د قوانینو او مقررو له لارې د خپلو کارکوونکو د ستونز و حل ته مناسبې لارې پیدا او پر مټ یې هغو ته د پای ټکی کېږدي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته