د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیز او پوهاوي پروګرام جوړېدل

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۴۰
د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د روزنیز او پوهاوي پروګرام جوړېدل

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د صرافانو او د پولي خدمتونو  وړاندې کوونکو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو او د کړنود میکانیزه کولو په لړ کې دا ځل، د اړوندو قوانینو، مقرراتو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولود ګټو په برخه کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکود پوهاوۍ د کچې د لوړولو او د دوی د فعالیتونو د څرنګوالي په موخه د کابل ښاریو شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته روزنیز او د پوهاوي پروګرام جوړ کړ.

د دې پروګرام په اوږدو  کې د صرافیو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شرکتي کولو او د شرکتي جوازونو د ګټو او په شرکتي جواز د انفرادي جواز د بدلون د بهیر او په دې پروسه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو په تړاو ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د دې روزنیز پروګرام په بله برخه کې د قوانینو، مقرراتو او معیارنو او په دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د افغانستان پر ژمنو خبرې وشوې او په اړه یې اړین توضیحات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته ژمن دی.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته