د نغدو ډالري مرستو بله کڅوړه کابل ته را ورسېده
۱۴۰۰ د سلواغې ۲۴مه - افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو کڅوړهکابل ته را ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.
افغانستان ته د دې مرستو له پیل تر دې مهاله د نغدو بشري مرستو ۱۳ کڅوړې چې مجموعاً ۳۴۵ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکایي ډالر کېږي د افغانستان نړیوال بانک ته رسېدلي دي.
د افغانستان بانک له مرسته کوونکو هېوادونو د مننې ترڅنګ غواړي چې له افغانستان سره د بانکې اړيکو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي، څو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل رامنځته شي.
