د بانکدارۍ سکټور د ټینګښت او په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۴:۵۸
د بانکدارۍ سکټور د ټینګښت او په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا غونډه

د ۱۴۴۴ ربیع الثاني ۱۱ – د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو د مالي او بازار موندنې آمریتونو د آمرینو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل چې په بانکي محصولاتو کې د نوښتونو په رامنځته کولو، عصري خدمتونو په وړاندې کولو او د مالي خدمتونو په پراختیا سره د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

ښاغلي صدیق الله خالد د بانکوالۍ سکتور یوه کورنۍ یاده کړه او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې وغوښتل چې د سالمې سیالۍ اصل په پام کې نیولو سره له دغه سکتور څخه په جدي توګه ملاتړ وکړي.

ورپسې د سوداګریزو بانکونو استازو د افغانستان بانک سره د بانکي سکتور د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د بانکي سکتور د پراختیا ژمنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته