د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په اړه د قوانینو رعایتولو د همغږۍ کمېټې غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۳:۵۷
د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په اړه د قوانینو رعایتولو د همغږۍ کمېټې غونډه جوړه شوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو د تطبیق،  د ګډو هڅو او متقابلو همکاریو د ښه والي، د قوانینو رعایتولو او د کمیټې د غړو د معلوماتو تازه کولو په تړاو د قوانینو رعایتولو د همغږۍ کمېټې نهمه غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رووفي، چې د قوانینو رعایتولو د همغږۍ کمېټې د نهمې غونډې مشري یې کوله، د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو، یاد مرکز ته د بانکونو د راپور ورکوَنې پروسه کې د تخنیکي ستونزو او نیمګړتیاوو، د قانوني چوکاټ د تطبیق د موثریت د ښه والي او په غوره توګه د مالي اقداماتو ډلې (FATF) او د ارام سمندر ډلې (APG) د سپارښتنو پلي کولو په اړه خبرې وکړې او د کمیټې غړو څخه یې په غونډه کې د هغوی د ګډون په پار د مننې او قدردانۍ څرګندونه وکړه.

ښاغلي رووفي وويل چې د کمېټې د غونډو پايلې ډیر اهمیت لري او د کمېټې د غړو ترمنځ لازياتې همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا ده، همدارنګه اړینه ده چې د کمیټې اعضا له يو بل سره هراړخيزه همکاري وکړي ترڅو اقتصادي او مالي سکتورونه او ولس د پیسو وینځلو، ترهګرۍ او نورو اقتصادي جرایمو د تمویل په څېر جرمونو څخه خوندي او له خطر څخه یې وساتل شي.

دغه راز د کميټې غړو د تېرو غونډو د لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ په نورو مهمو موضوعاتو لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو، د (AML/CFT) د قوانینو او مقرراتو موثر تطبیق، د پیرودونکي پیژندنې د فورمې نوي کولو او د ګمرکي اظهارنامې د ترلاسه کولو د مهال مودې په هکله خبرې اترې وکړې.

په پای کې د کمیټې غړو د افغانستان بانک د آمریتونو د معلوماتو غوښتنلیکونو ته پر وخت ځواب ویلو، د لویو نغدي معاملو لپاره د کافي حمایوي اسنادو ترلاسه کولو، د افغانستان بانک له لارښوونو سره سم په رالیږل شوو راپورونو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو او د سوداګریزو بانکونو د قوانینو د رعایتولو او عملیاتي برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده چې دا غونډه په ۱۴۰۲/۰۳/۲۸ نېټه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه چې د بانکونو ټولنې رئيس، د مالي خطراتو او د قانون د رعایت آمریت مرستیال، د بانکي څارنې آمریت د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ تمویل سره د مبارزې مدیریت غړي او د سوداګریزو بانکونو د قوانینو رعایتولو آمرینو پکې ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر