رسنیزه اعلامیه

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۰:۴۱
رسنیزه اعلامیه

نېټه: ۱۳۹۹ د لیندۍ ۶

د افغانستان بانک په خپلو کارکوونکو باندې د برید په اړه ټول معلومات چې په کې د امنیتي کامرو او د دوی په موټر کې د نصب شوي GPS انځورونه او نور اړین معلومات شامل دي، له کشفي او امنیتي ادارو سره شریک کړي دي.

د افغانستان بانک د ۱۳۹۹ کال د لړم د ۱۷ نېټې د مرګونې ترهګریزې پیښې په اړه چې په کې د افغانستان بانک د کارکوونکو موټر تر برید لاندې راغی او په پایله کې یې د دې بانک درې تنه کارکوونکي په شهادت ورسیدل، د خپلو تیرو رسنیزو خبرتیاوو په دوام سره د دې پیښې په اړه د معلوماتو د روښانه کولو او له کشفي او امنیتي ادارو سره د خپلې همکارۍ د کچې د څرګندولو په موخه یو ځل بیا دا خبرتیا د رسنیو له غړو او د افغانستان له شریف ملت سره شریکوي.

۱) د پېښې د رامنځته کیدو نېټه ۱۳۹۹ د لړم ۱۷. لومړنی استعلام په همدې ورځ د ملي امنیت د لوی ریاست له لورېراولیږل شوچې په کې د موټر د دریدو او د موټر چلوونکي په اړه چې د ښار په کومو ساحو کې تګ راتګ لري، د معلوماتو د ورکولو غوښتنه شوې وه چې په هماغه ورځ او له ځنډ پرته ورته ځواب ورکړل شوی دی.

۲) دویم استعلام هم د ملي امنیت د لوی ریاست لخوا د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۸ نېټه د پیښې له رامنځته کیدو یوه ورځ وروسته دې ادارې ته راستول شوی چې په موټر کې د نصب شوي GPS او د پېښې له واقع کېدو د دریو ورځو مخکېد بانک د امنیتي کامرو د انځورونو غوښتنه کړې وه. د افغانستان بانک غوښتل شوي معلومات په هماغه ورځ ترتیب او د ملي امنیت لوی ریاست ته سپارلي دي.

۳) درېیم استعلام د ۱۳۹۹ کال د لړم د میاشتې په ۲۵ نېټه د کورنیو چارو وزارت د کشف او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د لوی ریاست له لورېرالیږل شوی ؤ چې په کې د شهید یما سیاوش دنده څه وه، نقلیه وسیله د بانک وه او که د شهید یما سیاوس، موټر ته تیل په کوم ځای کې اچول کیدل او د یادې قضیې په اړه نور معلومات غوښتل شوي ؤ. د افغانستان بانک یاد معلومات په هماغه ورځ ترتیب او د هغوی په واک کې ورکړل.

۴) څلورم استعلام د ملي امنیت د لوی ریاست له لورې د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه رالیږل شوی ؤ. د ملي امنیت لوی ریاستپه دې استعلام کېد ۱۳۹۹ کال د تلې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۱۳۹۹ کال د لړم تر ۱۷ نېټې پورې (د پیښې له رامنځته کیدو مخکې د ۴۷ ورځو معلومات او انځورونه)، د دې موټر د تلو راتلو د لارو چې د GPSد الې لخوا څارل کیدې، د تم ځای د ساحې او د بانک د دخولي او خروجي دروازو د امنیتي کامرو د انځورونو د معلوماتو غوښتنه کړې وه چې یاد معلومات د افغانستان بانک لخوا ترتیب شوي، خو تر اوسه پورې غوښتونکې ادارې هغه ترلاسه کړي نه دي. د افغانستان بانک هیله لري څو اړونده اداره ژر تر ژره راشي او راټول شوي معلومات تسلیم شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک اطلاعاتو ته د لاسرسي د اصل په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۵ نېټه د دې پيښې په اړه هر اړخیزه معلومات د یو مکتوب له لارې د ملي امنیت د لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت په واک کې ورکړي او له دوی یې غوښتي څو خپلې موندنې د قانون له حکمونو سره سم د څېړنو له بشپړیدو وروسته له ملت سره شریکې کړي.

د شهیدانو روح د ښاد او یاد دې یې تل پاتې وي!

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر