د پولي خدمتونو او صرافيو د شرکتونو  جواز ورکولو  په تړاو د افغانستان بانک اعلاميه!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۱:۳۷
د پولي خدمتونو او صرافيو د شرکتونو  جواز ورکولو  په تړاو د افغانستان بانک اعلاميه!

د افغانستان اسلامي امارت کابينې د ۱۶ ګڼې او۰۶/۱۰/۱۴۰۰ نېټې مصوبې او د افغانستان بانک عامل پلاوي د ۱۰۶ ګڼې او  ۲۸/۱۰/۱۴۰۰ نېټې تصویب پر بنسټ؛ د پولي خدمتونو او صرافيو شرکتي جوازونه د مقرراتي شرايطو او یو لړ نورو شرایطو پر مټ کوم چې  په دې ورستيو کې د افغانستان بانک لخوا وضع شوي، صادرېږي.

پر همدې بنسټ، ټول انفرادي صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي کولای شي د لاندې لارښوود پر بنسټ د پولي خدمتونو او صرافيو د فعاليت د  شرکتي جواز د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان بانک د جواز ورکولو مديريت ته مراجعه وکړي:

۱- هغه صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي چې د جواز د ترلاسه کولو لپاره يې مخکې غوښتنليکونه وړاندې کړي وي، اړ دي چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د کب تر ۱۰ نېټې پورې د جواز د ترلاسه کولو لپاره د جواز ورکولو مدیریت ته مراجعه وکړي.

۲- جواز نه درلودونکي صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي اړ دي چې د دې خبرتيا د خپرېدو له ڼېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د کب تر ۱۰ نېټې پورې د جواز ورکولو مدیریت ته مراجعه او خپل جوازونه ترلاسه کړي.

۳- هغه انفرادي صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي چې د جواز د اعتبار نېټه یې پای ته رسیدلي وي، اړ دي چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د کب تر ۱۸ نېټې پورې د شرکتي جوازونو د ترلاسه کولو په موخه د جواز ورکولو مدیریت ته مراجعه وکړي.

له همدې امله، د موضوع په تړاو د پولي خدمتونو ټولو وړاندې کوونکو او صرافانو ته خبر ورکول کیږي چې د پورته مودو په پام کې نیولو سره د جواز د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان بانک د جواز ورکولو مدیریت ته مراجعه وکړي. همدا ډول له ټاکل شوې مودې وروسته د بې جوازه صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره قانوني چلند کیږي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر