افغانستان ته درېیمه ډالري د مرستې کڅوړه راورسیده او AIB ته وسپارل شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۱ - ۱۷:۳۶
افغانستان ته درېیمه ډالري د مرستې کڅوړه راورسیده او AIB ته وسپارل شوه

افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن یکشنبه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۲۱ نېټه د بشري مرستو درېیمه کڅوړه چې نولس اعشاریه دوه (۱۹,۲) میلیونه امریکایي ډالر دي ورسیده چې له هوايي ډګره تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) د هغي د لېږد زمینه د افغانستان بانک لخوا برابره شوې وه.

د افغانستان بانک تل هڅه کوي، څو د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ د مخنیوي لپاره اصولي او آسانه لارې وکاروي او له دې لارې هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثابت حد کې وساتي، هیله مندي شته چې د مرستو د دې کڅوړو په راتګ سره به د افغانۍ ارزښت په مطلوب حد کې وساتل شي.

د افغانستان بانک رهبري هڅه کوي چې له هرې ممکنه لارې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته