د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۶:۳۱
د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

۱۴۴۳ شوال ۲۸ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد پر مشرۍ د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه چې په کې د اسلامي بانکوالۍ اړوند بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي عبدالقدیر احمد یادونه وکړه چې په هیواد کې اسلامي بانکوالي د ودې او پرمختګ په حال کې ده او تمه ده چې ډېر ژر به متعارفه بانکوالي پر اسلامي بانکوالۍ واړول شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره د شرعي نظارتي بورډ سره هر ډول همکاري وکړي.

ښاغلي عبدالقدیر احمد وویل چې اسلامي بانکوالۍ ته د بدلون لپاره کار روان دی چې په پایله کې به یې په هیواد کې اسلامي بانکوالي د پخوا په پرتله ډېره پراختیا پیدا کړي او خلک به په ډاډ سره په هغه کې پانګه‌ اچونه تر سره کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته