د افغانستان بانک د شریعه بورډ غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۴:۳
د افغانستان بانک د شریعه بورډ غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د دې بانک د شریعه بورډ او د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د لوی آمریت له استازو سره معلوماتي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د صکوکو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعګانو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د آمریت د استازو له لوري په دې برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د اسلامي بانکدارۍ او مالي خدمتونو د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بانک مشرتابه د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او د قانون په رڼا کې یې د دې ډول خدمتونو په لا پراختیا ټینګار وکړ.

باید وویل شي چې په همدې غونډه کې د افغانستان بانک د شریعه بورډ د ریاست لپاره رایه اچونه هم وشوه چې په پایله کې یې ښاغلی ډاکتر فضل الرحیم بصیرت د درېیو کلونو لپاره د همدې بورډ د رئیس په توګه وټاکل شو.

د دې بورډ د ریاست لپاره په هرو درېیو کلونو کې یو ځل خپل منځي ټاکنې ترسره کېږي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته