د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۹:۳۶
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د افغانستان بانک عالي شورا چې د تصمیم نیونې لویه مرجع ده، د روان کال د وږی د میاشتې په ۳۰ مه او ۳۱ مه نېټه، د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې خپله دریمه نوبتي غونډه جوړه کړه. یاده غونډه د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د عالي شورا د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د دی غوندې په پیل کې د افغانستان  اقتصادي وضعیت پر څرنګوالي د پولی سیاست پر تطبیق، د بانکی نظام کړنې او د هېواد د مالي نظام اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شو.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر له اجنډا سره سم د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول او په دې برخه کې لازمې پریکر‎ې وشوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته