د افغانستان بانک په مالي سکتور کې د وروستیو لاسته راوړونو او بدلونونو په اړه غونډه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲ - ۱۵:۴۱
د افغانستان بانک په مالي سکتور کې د وروستیو لاسته راوړونو او بدلونونو په اړه غونډه

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲ مه- د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په مالي سکتور کې د وروستیو او نویو بدلونونو په اړه چې د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال په ترڅ کې په د افغانستان بانک کې رامنځته شوي دي، رڼا واچوله.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د افغانستان بانک مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه پراختیا ورکړې، ځکه په ۱۳۹۷ کې د ټکټانې په نرخ کې کموالی رامنځته شوی دی. د ۱۳۹۶ کال په ترڅ کې د ټکټانې منځنی نرخ ۱۳.۱۷ وو، خو د ۱۳۹۷ کال په وروستیو کې دغه نرخ ۱۲.۰۲ ته را ټیټ شوی او د ټکټانې ټیټ نرخ  ۳ سلنه ثبت شوی دی.

ښاغلي صدیق زیاته کړه چې له سوداګریزو بانکونو څخه د پورونو د ترلاسه کولو لپاره د تضمین په شرایطو کې بدلون راغلی چې د کرنې او صنعت سکتور ته لومړیتوب ورکړل شوی، د لویو پورونو په پرتله وړو پورونو ته لومړیتوب ورکړل شوی، د وړو او منځنیو پورونو د ترلاسه کولو لپاره عرفي قباله، د دولتي ملکیت سند، پرته له جایزي بیع څخه شرعي قباله او د وړو پورونو لپاره شخصي ضمانت هم منل کېږي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر هم په خپل وار سره د افغانستان بانک په مالي لاسته راوړونو تم شو او د افغانۍ د ثبات ترڅنګ یې د انفلاسیون په مخنیوي، د بیو په ثبات رڼا واچوله او افغانۍ یې د سیمو د هېوادونو په پرتله یو با ثباته پولي واحد وباله.

ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې د اقتصادي ودې او مالي کړنو د روڼوالي په موخه خپلې هلې ځلې جاري وساتي او د اقتصادي پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان بانک د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې د پورونو د ترلاسه کولو او د مالي ودې په موخه ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دې ترڅنګ یې مالي خدمتونو ته پراختیا ورکړې چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال ډیرۍ کسان ورته لاسرسی لري.

د افغانستان بانک مشریز پلاوی د وینا پربنسټ ځینې کسان چې مالي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او یا هم نه غواړي له دې اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي، اصلي لامل یې د مالي پوهې کموالی دی، چې له نیکه مرغه د افغانستان بانک د مالي موضوعاتو او مفاهیمو د پوهې د لوړوالي په موخه ( مفاهیم مالی و بانکی به زبان ساده)  تر عنوان لاندې د مالي خدمتونو د پراختیا آمر مشر ښاغلي میر احمد شکیب له خوا یو کتاب ترتیب شوی چې د ګڼ شمېر هېوادوالو په واک کې به ورکړل شي.

دغه راز د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له ټولو سوداګریزو بانکونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اقتصادي وده کې سهم واخلي او له هغو بهرنیو بانکونو چې په افغانستان کې فعالیت لري هم هیله وکړه چې د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده چې په دې خبري غونډه کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر سربیره د افغانستان بانک ګڼ شمېر آمرینو، د سوداګریزو بانکونو مشرانو، سوداګرو او ګڼ شمېر صنعت کارانو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته