د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د اداینو او طلباتو ارشد مدیر
آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت
گریډ: نهم (۹)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د صفر المظفر ۲۸
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الاول ۱۳
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د چارو د ښه والي او د کاري اغېزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛
• د تقنیني او اداري سندونو لکه مقرراتو، لایحو، پلانونو، ستراتېژیو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او د فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛
• د کاري بهیر د آسانتیا په موخه له اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د رالېږل شوو محاسبوي اسنادو له مخې د اجرا شوو طلباتو د تصفیې د څرنګوالي مدیریت؛
• د کارکوونکو د ورځنيو کړنو اړینه څارنه او کنټرول او هغوی ته د سپارل شوو چارو په اړه د اړینو تخنیکي لارښوونو وړاندې کول؛
• د توکو، خدمتونو او د غړیتوب حق د لګښتونو د اداینې د پروسې مدیریت؛
• د توکو او خدمتونو د تړونونو د طلباتو او مخکې اداینو د اجراء د پروسې مدیریت؛
• په سي بي ایس سیستم کې د اداینې وړ مبالغو د ثبت مدیریت؛
• د بکډیټ معاملو او تعدیلاتو د درج کولو د پروسې مدیریت او کنټرول؛
• د میاشتنیو، ربعوار او کلنیو راپورونو راټولول او یوځای کول او مستقیم مدیر ته د هغې لېږل؛
• د اداینو او طلباتو مدیریت د سپارل شوو چارو د ښه والي په موخه اړوندو چارواکو ته د رغنده نظریاتو او وړاندیزونو وړاندې کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
د اقتصاد، بانکوالۍ او مالي چارو، اداره او سوداګري، عامې ادارې او محاسبې په برخه کې د لیسانس درلودل او په یادو برخو کې د ACCA او ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
د دندې اړوند څلور (۴) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
• له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
• د بانکي عملیاتو له چارو سره بلدتیا
• د دندې د محرمیت ساتل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af وېب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.