د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د سرپرست غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۳:۴۱
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د افغانستان بانک د سرپرست غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۱ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي پر مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.  په دې غونډه کې د بانکي خدمتونو او آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د کوچنۍ او منځنۍ کچې تشبثونو لپاره د پور پر ورکړې، د پورنو د ورکړې پر څرنګوالي او یو شمېر نورو بانکې موضوعګانو خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمد سوداګریزو بانکونو له استازو و غوښتل چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې دې د بانکي خدمتونو، پور ورکولو او نورو بانکي برخو کې اړینې آسانیتاوې رامنځته کړي، ترڅو له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ادا کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مالي او بانکوالۍ سکتور پرمختګ ته ژمن دی او د قانون او مقرراتو په رڼا کې له سوداګریزو بانکونو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د قانون په رڼا کې له درنو هېوادوالو سره د هر ډول مرستې لپاره چمتو دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته