د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۵
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د ګټې په کچه، تضمین او د پورونو د ورکړې په څرنګوالي او د یو شمېر نورو موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.

د دې غونډې په ترڅ کې ښاغلي واحدالله نوشېر د پورونو د ورکړې په برخه کې د قانون په رڼا کې د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.

پاتې دې نه وي چې په دې غونډه کې افغان سوداګرې آغلې مرضیه حفیظي هم ګډون کړی ؤ، نوموړي د افغان ښځینه سوداګرو لپاره د بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په برخه کې د زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم په دې برخه کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې دوی به هغه کسانو ته چې غوره اقتصادي پلانونه ولري د پورونو په ورکړه کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته