د صرافانو د یووالي شورا د رهبرۍ له غړو سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۴:۰
د صرافانو د یووالي شورا د رهبرۍ له غړو سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۶ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د خپل کار په دفتر کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د شورا د رهبرۍ له غړو سره وکتل او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د میکانیزه کولو په اړه یې ورسره خبرې وکړي.

په پیل کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شورا رئیس ښاغلي امین جان خوستي د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په نمایندګۍ خبرې وکړې او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې د افغانستان بانک له مشرتابه سره شریک کړل.

ورپسې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بانک د بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره د مالي او بانکي سکتور اړوند قانون او مقررو په رڼا کې د مناسب او معیاري بستر د رامنځته کولو لپاره بې درېغه هلې ځلې کوي.

ښاغلي احمدي د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانیو د نرخ د تبادلې په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د اسعارو نرخ په نړۍ کې د دوو سیستمونو پر بنسټ ټاکل کېږي چې په لومړي سیستم کې حکومتونه نرخ ټاکي او په دویم سیستم کې چې د اسعارو متحول مدیریت شوی نظام دی نرخونه د آزاد بازار او عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي.په افغانستان کې د اسعارو متحول مدیریت شوي نظام له سیستم څخه استفاده کوو چې د اسعارو ارزښت په آزاد بازار کې د عرضې او غوښتنې پر بنسټ ټاکل کېږي.

نوموړي د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي اصلي لامل امنیتي او سیاسي وضعیت یاد کړ او ویې ویل چې د هېواد اقتصادي شاخصې په غوره حالت کې دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې مونږ کافي اسعاري زیرمې په اختیار کې لرو او بانکي سکتور د غوره حالت لرونکی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د افغانیو نرخ د ډالرو پر وړاندې زیات بدلون نه دی کړی او د تېرو کلونو په پرتله په ورته سلنه بدلون په کې راغلی دی چې د اندېښنې وړ نه دی. د نوموړي په خبره د افغانیو ارزښت د امریکايي ډالرو پر وړاندې د زیات شمېر ګاونډیو او سیمې د هېوادونو څخه د ټیکاو په غوره حالت کې دی او د ډیری هېوادونو د پولي واحدونو ارزښت د ډالرو پر وړاندې څو ځله را ټیټ شوی دی.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته