د مالي ثبات کمیټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۸:۲۱
د مالي ثبات کمیټې لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷/۰۹/۱۳ نیټې د ۳۴۰ ګڼې حکم پر بنسټ، د مالي ثبات کمیټې لومړنۍ غونډه د مالیې وزیر او د مالي ثبات د کمیټې رئیس ښاغلي ډاکټر همایون قیومي، د افغانستان بانک عمومي رئیس او د مالي ثبات د کمیټې مرستیال ښاغلي خلیل صدیق او د کمیټې نورو غړو په ګډون سره د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې په ۱۴ نیټه باندې د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هېواد د بانکي سکتور د وضعیت په اړه د خبرو په ترڅ کې د دې نظام په وړاندې د شته ننګونو، د مالي ثبات د کمیټې د مقرراتي چوکاټ په اړه د اصلاحي پروګرامونو، د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره پلان شوي پروګرامونو او د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د هوکړه لیک په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه او اړین پرېکړې ونیول شول.

د مالي ثبات کمیټه په هېواد کې د احتمالي مالي کړکیچونو د تنظیم او مدیریت په موخه د لا ښه همغږۍ لپاره جوړه شوې ده، دا کمیټه لاندني دندې ترسره کوي:

۱. د مالي سیستم په اړه د افغانستان بانک لخوا د وړاندې شويو راپورونو کتنه؛

۲. د هېواد مالي ثبات په وړاندې د مالي کړکیچونو د مدیریت او له منځه وړلو په تړاو د اړینو اقداماتو اتخاذول؛

۳. د هېواد د نافذه قوانینو او د نړیوالو منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره د کمیټې د کاري کړنلارو او پالیسیو چمتو کول او ترتیبول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته