د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د یوې غونډې په اوږدو کې د افغانستان لپاره د کریډیټ د آسانتیاد غځونې د نوي پروګرام لومړنۍ ارزونه بریالۍ یاده کړه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۳:۱۷
د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د یوې غونډې په اوږدو کې د افغانستان لپاره د کریډیټ د آسانتیاد غځونې د نوي پروګرام لومړنۍ ارزونه بریالۍ یاده کړه

۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹ مه – د پیسو نړیوال صندوق د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې صندوق د اجرائیوي بورډ د ګډو اقتصادي سمونونو (کریډیټ د آسانتیاد غځونې) تر پروګرام لاندې د افغانستان د کړنو او لاسته راوړنو لومړنۍ ارزونه تر سره کړې او د افغانستان کړنې یې تائید کړې دي. افغانستان یادې موخې ته د رسېدو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۱۴۹ میلیون امریکایي ډالر مرسته په بېړني توګه تر لاسه کوي.

د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال ښاغلي میتسو هیرو فروسوا چې د یادې غونډې رهبري یې کوله وویل، که څه هم افغانستان په امنیتي، سیاسياو د ټولشموله کرونا وبا د خپرېدو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ، خو بیا هم د پیسو له نړیوال صندوق سره ګډو اقتصادي موخو ته د رسېدو په برخه کې ژمن پاتې شوی او چارې یې په ښه ډول مدیریت کړې دي.

ښاغلي فروسوا په داسې حال کې چې د افغانستان د اقتصادي سمونونو، د کرونا وبا له ناروغۍ څخه د را وتلو د غوره مدیریتاو مالي او بانکي نظام ستاینه کوله وویل، هیله ده چې افغانستان خپلې چارې پر همدې بنسټ پر مخ یوسي او خپل پولي سیاستونه بیا هم د کورنیو بیو د ټیکاو په رڼا کې طرح او تر سره کړي. نوموړي د هېواد د مالي او بانکي نظام ټیکاو او پیاوړتیا لپاره پر لا زیاتې څارنې ټینګار وکړ او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزه یې حتمي وګڼله.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلی اجمل احمدي د پيسو د نړیوال صندوق له لوري په مالي او اقتصادي برخو کې د سمونونو له بریالۍ ارزونې د خوښۍ څرګندونې تر څنګ ژمنه وکړه چې د لوی اقتصاد د ټیکاو، د مالي او بانکي نظام د سمونونو، د اسعاري زیرمو د غوره مدیریت، د مالي جرمونو او د پیسو وینځلو او ترهګرۍ پر وړاندې

 د مبازې، اداري فساد د مخنیوي او خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره به د دندو د رامنځته کولو په موخه او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره تر بل هر وخت زیاتې هلې ځلې کوي.

https://www.imf.org/en/News/Articles/2021/06/07/pr21162-afghanistan-first-review-ecf-arrangement

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

بېرته خبرونه ته