د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون د کاري کمیټې دریمه غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۱:۳۳
د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون د کاري کمیټې دریمه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۵ رجب المرجب ۲۶-  د مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رؤفي په مشرۍ د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د کاري کمیټې دریمه غونډه د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، او عدلیې وزارتونو، د سترې محکمې او د استخباراتو عمومی ریاست د ۱۲ واک لرونکو استازو په ګډون د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د همغږۍ عالي کمیسیون د کاري کمیټې رئیس ښاغلي رؤفي د کاري کمیټې د غړو له راتګ څخه مننه وکړه او په ملي او نړیواله کچه یې د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د دې ناستې په اهمیت خبرې وکړې او د نورو اړوندو ادارو پر هراړخیزه همکارۍ یې ټینګار وکړ.

همدارنګه ښاغلي رؤفي په ډاګه کړه چې د افغانستان د مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز له ټولو نړیوالو سیالانو سره مثبتې اړیکې غواړي او اړتیا ده چې د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ عالي کمیسیون پرېکړې او د مالي اقداماتو کاري ډلې (FATF) سپارښتنې په سمه توګه پلي شي او اړتیا ده ترڅو په دې برخه کې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

همدا راز د اجنډا له مخې، د همغږۍ د عالي کمیسیون د دارالانشاء نورو غړو د کاري کميټې د دندو او صلاحيتونو، د پيسو وینځلو، او د هېواد په هوايي ډګرونو او ځمکني سرحدونو کې د نشه يي توکو، اسعارو، سرو زرو او کریمه احجارو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د معلوماتو شریکولو پر اهميت هر اړخیزې خبرې وکړې او له ګډونوالو سره د روزنیزو او د وړتیا لوړولو پروګرامونو د جوړولو په هکله هر اړخیز معلومات شریک شول.

د همغږۍ عالي کمیسیون د کاري کمیټې د دریمې غونډې په پای کې د یادو ادارو واک لرونکو استازو په خپلو ادارو کې د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په اړه د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ او یو ځل بیا یې د هر اړخیزو همکاریو او همغږیو په تړاو د ژمنتیا څرګندونه وکړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته