د ISRA اکاډمیک مرکز له استازو سره غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۵:۲۲
د ISRA اکاډمیک مرکز له استازو سره غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۲ مه- د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ د دې بانک د عالي شورا په تالار کې د (ISRA) اکاډمیک مرکز له استازو سره د صکوکو د قانون او مقررې په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په ګډون د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو د صکوکو د قانون او مقررې د جوړولو په اړه د (ISRA) له استازو سره د نظرونو تبادله وکړه او د اړوندې موضوع په اړه یې له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

د (ISRA) اکاډمیک مرکز استازي د افغان حکومت په غوښتنه له مالیزیا هېواد څخه افغانستان ته راغوښتل شوي چې د صکوکو د قانون او مقررې په جوړولو کې له اړوندو ادارو سره مرسته وکړي.

افغانستان لا هم د صکوکو قانون او مقرره نه لري او تمه ده چې د یاد مرکز استازي به د دې قانون او مقررې په رامنځته کولو کې مثبت رول ولوبوي.

 (ISRA) د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د نړۍ مخکښه اکاډمیک مرکز دی چې تر دې دمه یې په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

باید وویل شي چې یاد مرکز له دې وړاندې هم په دې برخه کې د یو شمېر ادارو لپاره ورته قوانین او مقررې جوړې کړي دي.

پاتې دې نه وي چې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د اسلامي تمویل لپاره د شریعه نړیواله څېړنیزه اکاډمي (ISRA) د ماليزیا هېواد د مرکزي بانک له لوري په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې رامنځته شوې چې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې کار کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته