د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال هم دی ترسره شوه. په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکتور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د برېښنایي بانکوالۍ د ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراخولو په اړه هر اړخیزې پرېکړې او بحثونه وشول.
غونډه د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد په پرانیستونکې وینا پیل شوه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اغېزناکو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکتور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره پر روانو هڅو، د برېښنایي بانکوالۍ پر ودې او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر پراخولو ټینګار وکړ.
ښاغلي صدیق الله خالد د افغانۍ د ارزښت او ثبات په اړه وویل چې افغانۍ د تېر کال په اوږدو کې د نړیوالو اقتصادي کړکیچونو سره سره د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو په پرتله خپل ثبات ساتلی دی. د نوموړي په وینا، دغه پرمختګ د افغانستان بانک د اغېزناکو، سنجول شویو او هدفمندو پولي سیاستونو د تطبیق څرګند ثبوت دی.
نوموړي همداراز د بانکي سکتور د وضعیت په اړه څرګنده کړه چې په روان کال کې په بانکونو کې د خلکو د امانتونو کچه لوړه شوې او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پرمختګونه د بانکي سکتور د پیاوړتیا، ثبات او د خلکو د باور د زیاتوالي څرګندونه کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو سکتوري آمریتونو لهخوا د ۱۴۰۵ لمریز کال په تېرو میاشتو کې د ترسره شویو فعالیتونو راپورونه وړاندې شول. په دغو راپورونو کې د پولي سیاستونو د تطبیق، د بانکي او غیربانکي مالي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د اداینو سیستم د پرمختګ او نورو اړوندو برخو لاسته راوړنې، وړاندیزونه او شته ننګونې په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.
همداراز، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د کاري پلانونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه بحثونه وشول او د چارو د لا اغېزناک پرمختګ، د کاري بهیرونو د ښه والي او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په موخه د نظرونو او وړاندیزونو تبادله ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا د دې بانک د پرېکړو تر ټولو لوړه واکمنه مرجع ده، چې په کال کې څلور ځله غونډې کوي. دغه شورا د پولي سیاستونو، بانکي سکتور او مالي نظام اړوند مهمې موضوعګانې ارزوي او د هېواد د پولي او مالي ثبات د ټینګښت لپاره بنسټیزې پرېکړې کوي.
