د بریښنایي اداینې د سیستم د طرحې د پراختیا په اړه عامه پوهاوی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۲ - ۱۴:۳۸
DAB

د ۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲ مه – د افغانستان بانک، مالیې وزارت، سوداګریزو خونو استازو له ګڼ شمېر سوداګرو سره د بریښنایي اداینې د سیستم د طرحې د پراختیا په اړه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوۍ ښوونیز ورکشاپ په لاره واچوه.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د بریښنایي اداینې سیستم د طرحې د پراختیا د عامه پوهاوۍ ښوونیز ورکشاپ موخه هم د اداینې سیستم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې د بریښنایي اداینې سیستم په د افغانستان بانک کې له څو کلونو راهیسې فعال دی، خو وروسته له دې به دا چارې د سوداګریز بانکونو له لارې هم ترسره شي او سوداګرو ته به آسانتیاوې رامنځته کړي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د بانکونو په څانګو کې خپل سوداګریز مالیات تحویل کړي.

د بریښنايي اداینې سیستم د طرحې پراختیا موخه اغیزمن بانکي خدمتونه، خوندیتوب، په مالي معاملاتو کې آسانتیاوې رامنځته کول، ګواښونو کمول، پرته له کوم جغرافیایي خنډ څخه د دولت د عوایدو راټولول، د خلکو ترمنځ د بانکدارۍ دودول، د غیر نقدي معاملاتو دودول او د بانکنوټونو له زړیدو څخه مخنیوی دی.

د افغانستان بانک هڅه کوي چې سوداګر خپل ګمرکې اداینې په خوندیتوب او سرعت سره د بریښنایي سیستم له لارې ترسره کړي، څو له اداري فساد، پیسو وینځلو او ترهګرۍ له تمویل څخه مخنیوی وشي.

دیادونې وړ ده چې د عامه پوهاوي ورکشاپ کې د مالیې وزارت، د سوداګرۍ خونو استازو، د بانکونو د ټولنې مشر او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو یو شمېر آمرینو او ګڼ شمېرسوداګرو هم ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته