د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون طرزالعمل تصویب شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۴:۴۸
د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون طرزالعمل تصویب شو

د 1398کال د وري ۷ مه- د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون د همکارۍ دویمه غونډه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د دې غونډې اصلي موخه له پیسو وینځلو سره مبارزه، د ترهګرۍ د مالي سرچینو له منځه وړل او د پیسو له قاچاقولو او مالي جرمونو څخه د مخنیوي په موخه د طرزالعمل جوړول ؤ چې د کمیسیون د غړو له خوا تصویب شو.

د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخینوي قانون د دري دېرشمې مادې پربنسټ یاد کمیسیون د ۱۰ دولتي ادارو په ګډون رامنځته شوی چې طرزالعمل یې هم د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي قانون د دري دېرشمې او څلور دېرشمې مادې پربنسټ جوړ شو.

د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د طرزالعمل پربنسټ د دې کمیسیون اصلي دندې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو له جرمونو څخه مخنیوی، له رامنځته شوې پالیسۍ څخه ارزونه او څارنه، د پیسو وینځلو او د ترهګر‎ۍ د تمویل د مخنیوي د قانون په اړه د وړاندیزونو او تعدیلاتو ارزونه او د پیسو وینځلو د خطرونو د ارزونې پرمهال د ښې همغږۍ رامنځته کول، ګڼل کېږي.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د طرزالعمل پربنسټ به کاري کمیټې خپلې چارې پيلوي او د اړتیا په صورت کې به یې له کمیسیون سره شریکوي او په وروستۍ شیبه کې به کمیسیون د چارو د پرمختګ په موخه خپلې غونډې جوړوي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس سربېره د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست استازو او د افغانستان د مالي معاملو او راپورنو د څیړنې مرکز استازو ګډون کړی وو.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته