د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو په اړه غونډه وشوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۲:۵۹
د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو په اړه غونډه وشوه

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د کرکت لوبغاړي کریم صادق د خیریه بنسټ له استازو سره د افغانۍ د دودولو په اړه لیدنه وکړه.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د افغانۍ د دودولو په ارزښت خبرې وکړې او د دې خیریه بنسټ له غړو یې هیله وکړه چې د افغانیو د دودولو په برخه کې د د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

د یاد بنسټ استازو چې د خپلو خیریه چارو د پراختیا لپاره د افغانستان بانک ته د سوداګریزو بانکونو او سوداګرو له استازو سره د لیدنې لپاره راغلي وو، ژمنه وکړه چې له کوم امتیاز پرته به د افغانۍ بانکنوټونو د دودولو لپاره کار کوي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي نوشېر له لوري د یاد خیریه بنسټ استازو ته په افغانۍ بانکنوټونو ښکلې شوې ډالۍ ورکړل شوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته