د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر پر دوام د فاریاب او آقینې له څانګو لیدنه وکړه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۷:۴۴
د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر پر دوام د فاریاب او آقینې له څانګو لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د صفر المظفر ٣٠ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د خپل سفر په لړ کې د آقینې او فاریاب له څانګو لیدنه وکړه. د دې سفر موخه د افغانستان بانک له څانګو د نږدې لیدنه، خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کول، آسانتیاوې راوستل او د مالي خدمتونو پراختیا ده.

د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا د یادو څانګو له کار کوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو د درنو هیوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو، مالي خدمتونو د پراختیا او په دې برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولولپاره زمینه برابره کړي. نوموړي د دې څانګو کاکوونکو ته د لازمو لارښونو تر څنګ له دوی وغوښتل چې خلکو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک رئیس د خپل سفر په لړ کې له دې وړاندې د  بامیان، میدان وردګ او غور ولایت له نمایندګیو لیدنې کتنې تر سره کړې دي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته