د افغانستان بانک سرپرست رئیس د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۱۳:۴۲
د افغانستان بانک سرپر رئیس د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

۱۴۴۴ د رمضان المبارک ۷ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان د بانکونو ټولنې له استازو سره ولیدل.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت بدري د بانکي سکتور پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې هڅه مو دا ده څو دا سکتور په ښه ډول مدیریت شي او له دې لارې د هېواد د اقتصادي رغښت او پرمختګ لپاره لاره هواره شي.

نوموړي د سواګریزو بانکونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ لپاره ژمن دی او پدې برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ درېغ و نه کړي.

د دې غونډې په اوږدو کې د سوداګریزو بانکونو استازو هم خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا او د دې بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

بېرته خبرونه ته