د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۳:۴۱
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د سرو زرو د چارو مدیر ( تخار- بدخشان ولایتونه)

آمریت: د بانکي عملیاتو لوی آمریت

گریډ: اتم ) ۸(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالحجة الحرام  ۱۷ 

د پای نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام  ۲

د دندې ځای: تخار – بدخشان ولایتونه

د بستونو شمېر: 2 بستونه

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

  • د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.
  • د تقنیني او اداري اسنادو لکه مقرراتو، لایحو، پلانونو، ستراتېژیو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او اړوندو فورمو طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو په ترسره کولو کې د مستقیم مدیر سره همکاري.
  • د کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د قوانینو او مقرراتو سره سم تر کنترول لاندې سرچینو، فعالیتونو او اجرااتو په مدیریت کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول.
  • د کاري بهیر د آسانتیا او د لارښوونو سره سم د مشخصو ستونزو او موضوعاتو د حل په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.
  • د نړیوالو معیارونو او نافذه کړنلارو له مخې د سرو زرو د عیار د ارزونې او تثبیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د سرو زرو د نمونې اخیستنې، حلاجي او وزن تثبیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د سرو زرو د نمونو د تحلیل او د تحلیل ماشین څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د سرو زرو د ویلي کولو او تیزاب‌کارۍ د پروسې د سم تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د سرو زرو د وزن د دقیقې اندازې اخیستنې او د سرو زرو د قالبونو د تنظیم څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د تر لاس لاندې څانګو د راپورونو ارزونه او د اړینو اقداماتو د ترسره کولو لپاره لارښوونې کول.
  • د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونو په پام کې نیولو سره او د افغانستان بانک د موخو ترلاسه کولو لپاره د اړتیا پر مهال په اړوندو کمېټو، د بانک دننه او بهر غونډو او نورو رسمي پروګرامونو کې ګډون کول.
  • د سرو زرو اړوندو چارو کې د نافذه یا تعدیل شوو میتودونو او کړنلارو په اړه د کارکوونکو روزنه.
  • د مستقیم مدیر د لارښوونې له مخې بېلابېلو داخلي او خارجي مکتوبونو ته ځواب ویل.
  • د سرو زرو د پېر او پلور د بهیر د آسانتیا لپاره د دقیقې احصائیې په ساتلو سره د سرو زرو د نړیوالو او کورنیو نرخونو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د اغېزناکې او دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره پر ټاکلي وخت د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول.
  • په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه.
  • د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
  • د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.Top of Form

Bottom of Form

 

د زده کړې درجه:

لیسانس

تجربه:

د سرو زرو په برخه کې درې (۳) کلنه کاري تجربه (یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي چې په اړونده برخه کې عملي تجربه ولري.)

مهارتونه او وړتیاوې:

له انګلیسي ژبې او کمپیوټر سره بلدتیا

د سرو زرو په پروسس او ویلي کولو کې مهارت

او د سرو زرو د برخې اړوند د نورو مهارتونو درلودل

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies