د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۱۴:۵۰
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي حاجي ادریس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازو سره پر بېلابېلو بانکي موضوعګانو خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه. دافغانستان بانک سرپرست رئیس د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د خلکو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي او ټینګار یې وکړ چې د مالي نظام د ټینګښت او اغیزناکتیا لپاره خپل ټول فعالیتونه د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او متحدالمالونو پر بنسټ برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا هم ګډون کړی ؤ او د افغانستان بانک د سرپرست رئیس د خبرو پر تائید یې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د خپلو خلکو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته