ګرانو هېوادوالو!

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۵۷
ګرانو هېوادوالو! له دې لارې تاسو ته خبر درکول کېږي چې یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکي اشخاص د واتساپ له بېلابېلو شمېرو څخه په دې پلمه له تاسو څخه د ناپېژاندو اشخاصو بانکي حسابونو ته د پیسو د جمع کولو غوښتنه کوي چې ګواکې تاسو په قرعه کشۍ کې د یو سیټ موبایل (آیفون) یا لاټرۍ ګټونکي یاست. همداراز، په دې پیغامونو کې له تاسو څخه غواړي چې په آنلاین شرکتونو او آنلاین صرافیو کې د پانګونې  او  د مرستندویه کڅوړو د ترلاسه کولو د لګښت ورکولو په موخه د نامعلومو اشخاصو بانکي حسابونو ته پیسې واستوئ. مهرباني وکړئ په هیڅ صورت دې

له دې لارې تاسو ته خبر درکول کېږي چې یو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکي اشخاص د واتساپ له بېلابېلو شمېرو څخه په دې پلمه له تاسو څخه د ناپېژاندو اشخاصو بانکي حسابونو ته د پیسو د جمع کولو غوښتنه کوي چې ګواکې تاسو په قرعه کشۍ کې د یو سیټ موبایل (آیفون) یا لاټرۍ ګټونکي یاست. همداراز، په دې پیغامونو کې له تاسو څخه غواړي چې په آنلاین شرکتونو او آنلاین صرافیو کې د پانګونې  او  د مرستندویه کڅوړو د ترلاسه کولو د لګښت ورکولو په موخه د نامعلومو اشخاصو بانکي حسابونو ته پیسې واستوئ.

مهرباني وکړئ په هیڅ صورت دې ډول پیغامونو ته ځواب مه ورکوئ ځکه چې موخه یې له تاسو څخه په چل ول د پیسو ترلاسه کول دي. له دې پیغامونو سره د مخ کېدو په صورت کې سمدستي د هغو په هکله اړوندو ادارو ته راپور ورکړئ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د. . .

بېرته خبرونه ته