د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر معرفي شو

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۶:۱۷
د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر معرفي شو

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۵ مه – د افغانستان بانک د بانکي څارنې نوی لوی آمر، ښاغلی دکتور لطف الله خیرخواه، نن د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد له لوري د دې بانک آمرینو او معاونینو ته ور وپېژندل شو.

د غونډې پر مهال، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په ادارو کې تغییر او تبدیل د کارکوونکو د چارو یو اصل وباله او یادونه یې وکړه چې په ادارو کې تغییر او تبدیل د چارو د لا ښه سمون په موخه رامنځته کېږي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، مسئولیت یوازې د واک ترلاسه کول نه دي، بلکې د امانت ساتنه، صداقت او د خلکو لپاره د خدمت کول دي او مونږ ټولو ته په کار ده چې مسئولیتونه په ښه ډول تر سره کړو. نوموړي ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه لپاره د بریا هیله څرګنده کړه او له ټولو همکارانو یې وغوښتل چې ورسره نږدې همکاري وکړي، ترڅو د بانکي څارنې بهیر نور هم پیاوړی شي او د هېواد بانکي سکتور ته لا زیاته وده ورکړي.

همداراز، ښاغلي صدیق الله خالد د بانکي څارنې د پخواني آمر ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت، له هڅو او خدمتونو مننه وکړه او د هغه لاسته راوړنې یې په بانکي سکتور کې د نظارتي سیستم د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک وبللې.

د یادونې وړ ده هغه غونډه چې په همدې مناسبت، د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند، د دې بانک د بېلابېلو برخو آمرینو او معاونینو ګډون درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د افغانستان بانک له ګردښت څخه ایستل شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۱۴مه - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له اړوندو کړنلارو سره سم د ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنځه سوه اته اتیا میلیونه او یو سل و څلویښت. . .

بېرته خبرونه ته